د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله وایي چې افغان حکومت سولې ته ژمن دی او د حکومت مذاکراتي پلاوی به په ټوله مانا د جمهوریت، نظام او اساسي قانون له موادو دفاع کوي. ډاکټر عبدالله عبدالله نن د بین الافغاني مذاکراتو په پرانیست غونډه کې د خبرو پر مهال وویل، چې د افغانستان اسلامي جمهوریت سولې ته ژمن دی او په دې برخه کې یې د پام وړ ګامونه اوچت کړي دي. دده په خبره د زندانیانو خوشي کول، د ملي مصالحې عالي شورا جوړول او د افغان سولې په اړه د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع پیاوړي کول هغه څه دي چې افغان حکومت ترسره کړي دي. عبدالله عبدالله یو ځل بیا ټینګار کړی دی چې افغان جګړه له نظامي لارو د حل وړ نه ده او ټولو اړخونو ته په کار ده چې ژر تر ژره د بین الافغاني خبرو او مذاکراتو له لارې دلته روانه جګړه پای ته ورسوي. نوموړي هیله څرګنده کړه چې ژر تر ژره پیل شوي مذاکرات یوې پایلې ته ورسېږي او ددې سبب شي چې په افغانستان کې روانه جګړه ختمه شي او دایمي سوله او ثبات تامین شي.
































