د ۲۰۲۴م کال د چين په اړه د پوهاوي نړيوال کنفرانس د ډسمبر د ۳مې نېټې په سهار د چين د ګوانګ دو ولایت په ګوانګ جو ښار کې پرانيستل شو.
نړيوالو سياستوالو، کارپوهانو او د مختلو برخو استازو په دغه کنفرانس کې د چيني شکله عصريتوب او د نړيوال پرمختګ نويو فرصتونو په اړه بحثونه کړي دي.
ګډونوالو د نړيوال عصري کېدو بهير د پرمختګ لپاره د چيني شکله عصريتوب مهم رول او اهميت په اړه بحث او د نظر تبادله کړې ده او د چيني شکله عصريتوب ځانګړتيا د تر سره کېدو لارې او د پلې کېدو لارې چارې يې په ګوته کړې او نړيوالو ته يې چيني ځیرکتیا او توان ور ښودلی دی.
د چين په اړه د پوهاوي نړيوال کنفرانس له ۲۰۱۳م کال راهيسي ۷ ځلې ترسره شوی او د نړيوالو لپاره د چين د پرمختګ د ستراتيژۍ د پوهاوي يو مهم پلاټفورم ګرځېدلی دی.































