امریکا وایي افغانان باید په پيل شوو مذاکراتو کې تر هر څه وړاندې د تاوتریخوالي پر کمولو کار وکړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د بین الافغاني مذاکراتو په پرانیست غونډه کې د خبرو پر مهال وویل، چې امریکا له افغان مذاکراتو ملاتړ کوي او د دواړو لورو ترمنځ هر ډول هوکړه له افغانستان سره د امریکا پر مرستو مستقیم اغېز لري. پمپیو ټینګار کړی چې په مذاکراتو کې باید د تېرو شلو کلونو لاس ته راوړنې وساتل شي او دغه راز د یوه پیاوړي نظام پر جوړولو دې افغانان په خپلو کې هوکړې ته سره ورسېږي. دده په خبره امریکا هېڅ وخت پر افغانستان خپل نظام نه تپي او دا د افغانانو حق دی چې د خپل هېواد راتلونکی نظام وټاکي. پمپیو ویلي چې د سولې له خبرو ددوی ملاتړ ادامه لري او هڅه کوي چې خبرې د جګړو د پای ته رسېدو او سولې د راتګ سبب شي.
































