ترکیه وایي دوی د بین الافغاني خبرو بشپړ ملاتړي دي خو دا مذاکرات تر هر څه وړاندې باید د اوربند سبب شي. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر محمود چاوش اوغلو د بین الافغاني خبرو په پرانیستغونډه کې د خبرو پر مهال وویل چې د سولې له پروسې سره هر اړخیزه همکاري کوي، خو دغه مذاکرات باید تر هر څه وړاندې د بشردوستانه اوربند سبب شي. دده په خبره هېڅ وخت د سولې خبرې او جګړه یو ځای مخ ته نه شي تللی نو دواړو لورو ته په کار ده چې لومړی باید اوربند وکړي او په همدې لړ کې دې مذاکراتو ته ادامه ورکړي. اوغلو دغه راز ټینګار وکړ چې ترکیه تل د افغانستان تر څنګ ولاړه ده او همدا چې افغانستان ته سوله او ثبات راځي دوی به له دغه هېواد سره خپلې اقتصادي همکارۍ نورې هم ډېرې کړي.
































