د هرات ولایت امنیتي مسوولینو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې په نشه يي توکو د ۱۸۰ روږدو کسانو درملنه شوې ده. د یاد ولایت د نشه يي توکو پروړاندې د مبارزې عمومي مدیریت ویلي چې دغه روږدي کسان د ښار له بېلا بېلو سیمو څخه راټول او د درملنې په موخه د درملنې لپاره ځانګړو مرکزونو او روغتونونو ته استول شوي وو، چې له درملنې وروسته بیرته خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي. د یادولو وړ ده چې د سرپرست حکومت له بیا واکمنېدو وروسته په ټول هیواد کې زرګونه روږدي کسان راټول او له بشپړې درملنې وروسته خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.
































