چين د دسمبر له لومړۍ نېټې څخه د ۳۳ افريقايي هېوادونو په شمول د ټولو هغو وروسته پاتې هېوادونو پر توليداتو ګمرکي تعرفې معاف کړې چې ډيپلوماتيکې اړيکې ورسره لري.
دغه راز چین لومړی پرمختيايي او ستر اقتصادي قدرت لرونکی هېواد شو چې يادې تګلارې پلې کوي.
د چين حکومت په يو اړخیزه توګه دغه تدبيرونه نيولي چې کړنه يې د ډېرو چينايي انټرنېټ کارونکو له خوا ستايل شوې ده. په دې اړه د چين د تايوان سيمې مبصر څای جنګ يوان په يوه تلويزيوني پروګرام کې ويلي: ډېری هېوادونه د وروسته پاتې هېوادونو پر توليداتو ټيټې تعرفې لګوي، خو چين د يادو هېوادونو پر توليداتو تعرفې معافوي چې په نړۍ کې بې ساری بلل کېږي. سربېره پردې چين د نړۍ لومړی هېواد ګرځېلی چې له شرط پرته په يو اړخيزه توګه دا تګلاره پلې کوي. بل دا چې چين به د دغو هېوادونو پر سل په سلو کې تولیداتو تعرفې وانخلي چې دا هم د نړۍ لومړی ځل دی. د دغې تګلارې په پلې کېدو به د صادرونکو هېوادونو اقتصاد چټک پرمختګ وکړي او استخدامي فرصتونه به يې هم تر زياتې اندازې پورې زيات شي.
حقيقت دا دی چې چین په اقتصاد او سوداګرۍ د سراسري جنوب ترمنځ د همکارۍ د لا پياوړتيا لپاره خپل ګامونه هېڅکله نه دي درولي او پر له پسې پراخوي. چين په ۲۰۰۵م کال کې د ۱۵ هغو وروسته پاتې افریقايي هېوادونو پر وړاندې چې ور سره يې ډيپلوماتيکې اړېکې ټينګې کړې، پر ۱۹۰ ډوله توليداتو ګمرکي تعرفې معاف کړې او دا ځل يې د ټولو هغو وروسته پاتې هېوادونو پر تولیداتو چې ور سره يې سياسي اړيکې ساتلې ورته تګلاره غوره کړې چې همدا د نړۍ د سراسري جنوب ترمنځ د همکاريو، د دغو پرمختيایي هېوادونو د عصريتوب او د دوی د نويو اقتصادي همکاريزو اړيکو د ثابت پرمختګ لپاره د چین ستر تدبیرونه دي. په ورته وخت کې د امريکا نوی منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې د بېلا بېلو هېوادونو پر توليداتو به ګمرکي تعرفې لوړې کړي. د سوداګرۍ په هکله د چين او امريکا چلندونه بيخي بېل دي چې د نړۍ پام ځانته اړولی دی.
ايا د چين هدف دا دی چې وروسته پاتې هېوادونه د يادې تګلارې په تطبيق زیات غنم، قهوه او کاني ډبرې صادر کړي او څه زياتې ګټې تر لاسه کړي؟ ځواب يې منفي دی. دا چې د سوداګريزې پيمانې په لويوالي سره د سراسري جنوب هېوادونو ترمنځ اقتصادي او صنعتي همکارۍ نوې لوړې سويې ته ورسېږي او د عصريتوب لار په ګډه پيدا کړي، د چين رښتينۍ موخه ده. اوسنۍ نړۍ د دواملرونکي پرمختګ له ستونزو سره مخ ده او بنسټیز لامل يې دا دی چې ډېرو کمو هېوادونو د عصريتوب بهير شروع کړی دی. د ملګرو ملتونو د دواملرونکي پرمختګ تر اجنډا لاندې که د نړۍ سراسري جنوب هېوادونه په ګډه عصريتوب تر سره کړي چې نفوس يې د نړۍ اکثره برخه نيسي، د نړۍ عصري سويه به تر بريده لوړه شي او د پرمختګ دوامدار خواځنده ځواک به ورته هم برابر کړي. برعکس د سراسري جنوب هېوادونو بې له ګډ عصريتوب نه، د ټولې نړۍ عصريتوب نه شي تر سره کېدای او د نړۍ برابر، ثابت او د اوږدې مودې پرمختګ به له ناثابتو عواملو سره هم مخ وي.
سوداګري د انسانانو ترمنځ د مدني تبادلې د پرمخبيولو او ټکنالوژۍ او نظام ته د پرمختګ ورکولو مهمې لارې چارې دي. چين خپل بازار يواړخيز ورخلاصوي چې همدا د وروسته پاتې هېوادونو لپاره د نړيوال اقتصادي او همکارۍ د ښه چاچيريال د برابرولو مهم اقدام دی او دغه هېوادونه به په دې فرصت سره د تولیداتو د کيفيت د لوړوالي او د صنعتي جوړښت د غوره والی هڅې وکړي او په نړيوال بازار کې به د سیالۍ توان هم پیاوړی کړي.
د چين ياده تګلاره د دې ښکارندويي کوي چې مختلف هېوادونه په لا عادلانه او پرانيستي سوداګريز چاپيريال کې د ګډو ګټو لپاره ګډې هڅې کولای شي، نړيوال اقتصادي نظم به پر لا عادلانه او ټولشموله لوري روان شي او بېلا بېل هېوادونه په تېره بيا غير پرمختللی هېوادونه به د نړيوالتوب له لاسته راوړنو څخه برخمن شي.
































