د پکتیا ولایت ځایي چارواکي وایي، چې په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د ٣.٢ میلیونو افغانیو په لګښت د اوبو لګولو د یوې پروژې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده. د سرچینې د مالوماتو له مخې دغه پروژه د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست په مالي ملاتړ د ځاځي اریوب ولسوالۍ په ملا فاتح کلي کې جوړه او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده. سرچینې زیاته کړې چې په دغه پروژه کې د ۱۵ مترو په اوږدوالي یو سربند، د ۱۱۴ مترو په اوږدوالي یو کانال او د ۸۰ مترو په اوږدوالي د یوه استنادي دېوال جوړول شامل دي، چې په بشپړېدو سره یې د یادې سیمې سلګونه جریبه کرنیزې ځمکې خړوبېږي او د موسمي سېلابونو په مخنیوي کې تر ډېره مرسته کولای شي.
































