ملګرو ملتونو د افغانانو تر منځ د مخامخ خبرو د پيل هرکلی کړی دی. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش د بین الافغاني خبرو د پيل مراسمو ته په انلاین توګه د خبرو پر مهال د سولې د پیل شوو مذاکراتو هرکلی وکړ. نوموړي وویل چې د افغان سولې پروسه د ملګرو ملتونو له بشپړ ملاتړ برخمنه ده او ملګري ملتونه تمه لري چې دلته روانه جګړه ژر تر ژره د خبرو له لارې پای ته ورسول شي. هغه ټینګار وکړ چې د نړۍ په حساسو شرایطو کې په مذاکراتو کې باید تر هر څه وړاندې بشردوستانه اوربند رامنځ ته شي. ګوتریش دغه راز ژمنه وکړه چې ملګري ملتونه د افغانستان پراختیا او اقتصادي ودې ته ژمن دي او ددغه هېواد په پرمختګ او سوله کې خپلو هر اړخیزو مرستو ته د تېر په څېر ادامه ورکوي.
































