د اقتصادي همکارۍ او پرمختګ سازمان د ډسمبر په ۴مه نېټه د نړيوال اقتصاد د وړاندوينې رپوټ خپور کړ، چې له مخې يې په ۲۰۲۴م کال کې ښايي ۳.۲ سلنه زياتوالی ولري او په ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶میلادي کلونو کې ښايي د نړيوال اقتصادي زياتوالی په ۳.۳ سلنه وساتل شي.
په رپوټ کې راغلي، چې اوسمهال د نړيوال انفلاسيون کچه پر له پسې ټيټېږي، د کار موندنې فشار لږ څه کم شو، سوداګرۍ په بیا سمسورتیا پيل شوې او نړيوال اقتصاد د ثابت او سالم پرمختګ په حال کې روان دی.
په رپوټ کې دا هم ویل شوي، چې ښايي له ۲۰۲۵ څخه تر ۲۰۲۶میلادي کاله پورې په اسيا کې نوي اقتصادونه د نړيوال اقتصاد د پرمختګ لپاره مهم رول ولوبوي او په نړيواله سوداګرۍ کې به د چين ونډه لا نوره هم زياته شي.
































