د چين د سوداګرۍ وزارت وياند هه يا دونګ د دسمبر په ۵مې نېټې ويلي، د امريکا د سوداګرۍ وزارت په دې وروستيو کې د کمبوديا، ويتنام، ټايلنډ او ماليزيا د سولرونو توليداتو په مقابل کې د ډمپينګ ضد پلټنې ابتدايي پايله خپره کړې ده. د ده په خبره، چين د يوې عادي وسيلې په توګه سوداګريزې پلټنې ته د سياسي رنګ ورکولو په اړه د امريکا پر کړنې اندېښنه لري. امريکا بايد ژر د ځاني سوداګرۍ له ساتونکو کړنو څخه لاس واخلي او له نورو هېوادونو سره يو ځای د سولرونو توليداتو ازاده سوداګري وساتي او د اقليمي بدلون ضد نړيوالې مبارزې کې خپل خدمتونه تر سره وکړي.
وياند هه يا دونګ څرګنده کړه، نړيوال اکمالاتي او صنعتي ځنځيرونه د بازاري قوانينو او د تصديو د انتخابولو ګډه پايله ده او د دغو ځنځيرونو ثبات د مختلفو خواوو له دايمي ګټو او ګډو هيلو سره سمون لري.
































