د ملګرو ملتونو د صحرا کېدو ضد تړون(UNCCD) د لاسليکوونکو ۱۶مې غونډې(COP16) په چيني نندارځای کې د دسمبر د ۵مې نېټې په ماسپښين د ملګرو ملتونو د «ځمکې ژوند جایزې» پر موضوع ځانګړې ناسته تر سره شوه چې پکې له تېرو ۱۳ کلونو راهيسې د دغه جايزې اړوندو لاسته راوړنو ته کتنه شوې او په تخنيکي او علمي ځواکونو د ځمکې پر بيا سمسورتيا بحث شوی دی.
د معلوماتو له مخې، د ملګرو ملتونو د ځمکې ژوند جايزه په ۲۰۱۱ کال کې د ملګرو ملتونو د صحرا کېدو ضد تړون د سکريتريت لخوا د دغه تړون د لاسليکوونکو په ۱۰مې غونډې کې رامنځته شوې ده چې موخه يې په هرو دوو کلونو کې د ځمکې د تخريب په مخنيوي کې د ښو نمونو او اغېزناکو شخصيتونو ستاينه ده.
































