د لوګر امنیتي مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په مرکز کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان دي. د لوګر د امنیې قوماندانۍ ویاند ویلي، یاده پېښه د کابل–لوګر پر لويه لاره د مرکز پل علم ښار اړوند په شش کلا سیمه کې د يوه ټرېلر او رینجر موټرو د ټکر له امله ترمنځ رامنځته شوې ده. نوموړي ویلي، په پېښه کې دوو امنیتي کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه تنه نور ټپیان دي. د پېښې ټپیان د درملنې لپاره کابل ته لېږدول شوي دي.
































