ناټو وایي تمه لري چې مذاکرات په افغانستان کې د لسیزو جګړه ختمه کړي. د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د بین الافغاني خبرو د پيل په مراسمو کې د ویډیو کنفرانس له لارې د خبرو پر مهال وویل ناټو د سولې د خبرو ملاتړ کوي خو دغه خبرې باید د افغانانو د دوو لسیزو لاس ته راوړنې وساتي. د ناټو عمومي منشي همدا راز ټینګار وکړ چې دواړه لوري باید یوې هوکړې ته ورسېږي او وکړی شي چې دلته د لسیزو تاوتریخوالی پای ته ورسوي. ناټو یو ځل بیا ټینګار کړی چې د افغانانو او افغانستان تر څنګ ولاړ دي او د افغان حکومت ملاتړ ته به ادامه ورکوي.
































