د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، د روان هجري – لمریز کال په لومړیو اتو میاشتو کې څه باندې ۶۵ زره کسانو ته د کار جوازونه وېشل شوي دي. د دغه وزارت د ویاند په خبره، په له دې ډلې شاوخوا ۲نیم زره یې بهرنیان دي. د سرپرست حکومت چارواکو تل ټینګار کړی چې، د بې کارۍ کچې د کمولو لپاره د کانونو کېندنې، اوبو مدیریت، ښاري پراختیا، د سړکونو او لویو لارو جوړولو، د ځینو تولیدي کارخونو د فعالیت بیا پیلولو او پانګونو د جلب په برخو کې هڅې کوي.
































