د سرپرست حکومت اقتصادي معاونیت د یوې اعلاميې په خپرولو سره د نړیوال بانک هغه راپور، چې ګواکې د سرپرست حکومت په واکمنۍ کې په افغانستان کې د اقتصادي پرمختګونو کچه کمه ده، رد کړی دی. اعلامیه زیاتوي چې د بېلابېلو سترو پروژو لکه د قوش تیپې کانال، د ټاپي پروژې عملي پیل او د کانونو په برخه کې د ۴۱۵ میلیارده افغانیو پانګونه هغه څه دي، چې د سرپرست حکومت په واکمنۍ کې د هېواد د اقتصاد پرمختګ ښيي. اعلامیه کې له نړیوالې ټولنې غوښتنه شوې، چې د حقایقو په درک سره له افغانستان سره مثبت تعامل وکړي.
































