متحده عربي اماراتو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د افغانستان په ۷ ولایتونو کې یې د زېږون لس مرکزونه جوړ کړي دي. دغه خبرپاڼه کې د متحده عربي اماراتو د نړۍوالو مرستو وزیر ویلي، دغه هېواد افغانستان کې خپلو مرستندویه او پراختیایي هڅو ته دوام ورکوي. د خبرپاڼې لمخې، دغه مرکزونه په هرات، کندهار، پکتیا، پکتیکا، ننګرهار، هلمند او بلخ ولایتونو کې جوړ شوي دي.
































