د چين مرستيال صدراعظم هه لي فنګ د ډسمبر په ۵ مه نېټه په بېجينګ کې د خلکو په لوی تالار کې د امریکا د ګولډمن ساچس شرکت (Goldman Sachs) له مشر جون والدرون سره ليدلي او ویلي يې دي، چې چين اوس ګام په ګام د هراړخيزو اصلاحاتو د لا نورو ژورولو په پار اړوندو تدبيرونو ته د عمل جامه اغوندي او د لوړې سويې ورخلاصون لا نور پراخوي. د هغه په خبره، هېواد يې د ګولډمن ساچس شرکت په توګه نور امريکايي مالي سازمانونه په دوامداره ډول له چين سره ګډه ګټه لرونکې همکارۍ لا ژورې کړې، څو د چين او امريکا د اړيکو سالم پرمختګ ته وده ورکړي.
جون والدرون ويلي، چې ګولډمن ساچس شرکت د چين د اقتصاد او راتلونکي په اړه پوره باور لري او غواړي له چين سره همکارۍ لا نورې پراخې کړي، څو د امريکا او چين ترمنځ د سوداګريزو همکاريو لپاره خدمتونه برابر کړي.
































