د نيپال صدراعظم شرما اولي پدې وروستيو کې د چين مېډيا ګروپ له خبريال سره د مرکې پر مهال باور ښودلی، چې د نيپال او چين د دوستۍ لار به لاپسې پراخه شي.
شرما اولي وويل نيپال هغه ډيپلوماتيکه نظريه غوره کوي، چې له نورو سره دوستي ټينګوي او دښمني نه کوي. موږ دښمان نه لرو او يوازې دوستان لرو. نيپال ملي حاکميت او سياسي خپلواکي لري او خپلې ډيپلوماتيکې تګلارې پخپله ټاکي. مهمه نه ده چې رسنۍ پدې اړه څنګه ارزونه کوي، نيپال يې له اغېزو څخه ځان ساتي، خپلو ملي ګټو ته تل لومړيتوب ورکوي او د عدالت پر اصل ټينګار لري.
نوموړي چين د نيپال پخوانی ملګری بللی او ويلي يې دي، چې د دواړو هېوادونو دوستي د پراخېدو او ژورېدو په حال کې ده او راتلونکې لار به يې نوره هم ټينګه او پراخه شي.
































