د عراق، ايران او سوريې د بهرنيو چارو وزيرانو د ډسمبر په شپږمه نېټه په بغداد کې د سوريې د ناورین په اړه يوه غونډه ترسره او د غونډې په پای کې يې يوه ګډه اعلاميه هم خپره کړه.
په دغه اعلاميه کې ویل شوي، چې درې واړو خارجه وزيرانو په دغه غونډه کې د سيمې پر وړاندې د ننګونو او د سوريې د وروستي امنيتي وضعيت په اړه بحثونه کړي او هوکړه يې کړې، چې خپلمنځي مشورو او همغږۍ ته به دوام ورکړي، څو د وضعيت له بدلونونو سره د مقابلې لپاره چمتووالی ونيسي.
درې واړو خواوو يوځل بيا د سوريې له ملي حاکميت، يووالي او ځمکنۍ بشپړتيا څخه ملاتړ څرګند کړی او اشاره يې کړې، چې د سوريې د امنيت پر وړاندې ننګونې به د ګردې سيمې پر ثبات سختې اغېزې وکړي، نوځکه بېلابېلې خواوې باید د خپلمنځي همغږۍ، همکاريو او ډيپلوماتيکو هڅو له لارې د سيمې د وضعيت د خرابېدو مخه ونيسي.
درې واړو خارجه وزيرانو همدارنګه له ټولو عربي هېوادونو، سيمو او نړيوالو قوتونو غوښتي، چې د سيمې او سوريې پر وړاندې ننګونې له سوله ييزو لارو حل کړي.































