د چين د مالي چارو څارونکې ادارې د دغه هېواد د مالي چارو د لوړې سويې د ورخلاصون لپاره يولړ نوي اقدامات غوره کړي او په دغه هېواد کې د بهرنيو پانګوالو لخوا ساتل شوي د پور پاڼې له ۴ ټريليونو يوانو څخه اوښتي او د روان کال له جنورۍ تر اګست پورې د هغو مالونو سوداګريز ارزښت، چې د پيسو تاديه يې په ژن مين بي يوانو ترسره شوي، د ټولو مالونو په عمومي سوداګريز ارزښت کې ٪ ۲۶.۵ برخه نيولې ده.
رسمي شمېرې ښيي، چې د روان کال د جون تر پايه بهرنيو بانکونو په چين کې ۴۱ فرعي ارګانونه، ۱۱۶ فرعي بانکي څانګې او ۱۲۷ نمايندګۍ پرانيستې دي او په دغه هېواد کې د بهرنيو بانکونو عمومي شتمني ۳ ټريليونه او ۸۷۰ مليارډه يوانه ښوې ده. دغه راز په دغه هېواد کې د بيمو چارو د بهرنيو تصديو شمېر ۶۷ ته زيات شوی او عمومي شتمني يې ۲ ټريليونه او ۶۷۰ ميليارډه يوانه ښودل شوې ده.
































