د اسلامي همکارۍ سازمان مشر قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو د پیل مراسمو کې ویلي، هیله لري چې دا خبرې په افغانستان کې روانه اوږده جګړه پای ته ورسوي. یوسف بن احمد العثیمین زیاته کړې، دا سازمان د افغان سولې پروسې بشپړ ملاتړ ته ژمن دی. هغه پر ښکېلو لوریو غږ کړی دی چې په افغانستان کې تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره باید هر راز اختلافات څنګ ته پرېږدي او یوازې د ملي ګټو په پام کې نیولو سره روانې خبرې پر مخ بوځي. یاد سازمان هیله ښودلې، چې دواړه اړخونه باید یو داسې سیاسي جوړجاړي ته سره ورسېږي چې نړیوالې ټولنې ته د منلو وړ وي.
































