د خپل او نورو هېوادونو په اړه څومره کسان معلومات لري؟
امريکايي ليکوال جون ستېنبيک وايي :” زه د خپل هېواد په اړه زیات معلومات نه لرم او په تېرو ۲۵ کلونو کې مې د خپل هېواد په اړه یوازې د کتابونو او ورځپاڼو له لارې څه ناڅه معلومات ترلاسه کړي دي. “
دی وايي: ”زه د يوه ليکوال په توګه دا جرم بولم. “
نړیوال د کتابونو او ورځپاڼو له لارې د چين په اړه کافي او رښتيني معلومات تر لاسه کولی شي؟ البته ځواب يې منفي دی. نو نور هېوادونه د چين په اړه د معلوماتو تر لاسه کولو لپاره لاره چاره لټوي او چين هم تر خپلې وسې پورې بهر ته خپله دروازه خلاصه کړې او له دې لارې يې غوښتي، چې د نورو هېوادونو له خوا دغه هېواد ښه وپېژندل شي او له ۲۰۱۳م کال راهيسې يې د چین په اړه د پوهاوي نړيوال کنفرانس اته ځلې ترسره کړی دی.
نړيوال د چین په اړه معلومات څنګه ترلاسه کولای شي؟
د چين د دولت رئيس شي جين پينګ له تېرو يوولسو کلونو راهيسې څو ځلې دغه کنفرانس ته د مبارکۍ په پيغام کې د چين د پېژندلو د رازونو په هکله خپل نظرونه څرګند کړي دي. نوموړي په ۲۰۲۱م کال کې دغه کنفرانس ته د مبارکۍ پيغام کې دې ته اشاره کړې، چې ((که غواړئ نننی چين وپېژنئ، بايد د چین د کمونېست ګوند په اړه معلومات ولرئ.)) په ۲۰۲۳ م کال کې هغه تائيد کړې چې ((که د چین په اړه ځانونه پوهول غواړئ، نو مهمه برخه به دا وي چې د چيني شکله عصريتوب په اړه معلومات ولرئ.) روان کال هغه بيا کنفرانس ته د مبارکۍ پيغام کې داسې ويلي، چې که د چين په اړه پوهاوی غواړئ، په کار ده چې د دغه هېواد د اصلاحاتو پر هر اړخيز پراخوالي او چیني شکله عصريتوب ښه پوه شئ.
د چين په اړه پوهاوی په دې زمانه کې د نړۍ يوه مهمه موضوع ده. چين په نړۍ کې دوهم لوی اقتصاد او په ډېرو برخو کې د يوه مهم ګډون کوونکي او لارښوونکي په توګه ګڼل کيږي، نو پرمختیایي لار، د پاليسيو لوری او کلتور يې پر نړۍ ژوره او دوامداره اغېزه کوي. د چین په اړه د څرګندو، دقيقو او هر اړخيزو معلوماتو تر لاسه کول د نورو هېوادونو له خوا د معقولو ديپلوماتيکو تګلارو د جوړولو او د اقتصادي او سوداګريزو همکاريو او کلتوري تبادلې د تقويه کولو لپاره کليدي مخکنی شرط دی. د چين په اړه د پوهاوي نړيوال کنفرانس نړۍ ته د دغه هېواد د ښو ورپېژندلو په موخه جوړ شوی، څو ګډونوال يې د ژورو بحثونو او د نظريو د صميمي شريکولو له لارې د چين پراختيايي منطق درک کړي او د چين او نړۍ ترمنځ د همغږۍ او ګډ پرمختګ غوره لارې چارې پيدا کړي. لکه څنګه چې په دې کنفرانس کې د اطريش پخواني صدراعظم ولفګانګ سچوسيل ويلي و، دغه نړیوال کنفرانس پر وخت ترسره شوی او ګډونوالو ته يې د نړيوال اقتصادي تمايل په شمول د مهمو موضوعاتو په باب د بحثونو فرصت برابر کړی دی.
هغه وايي: که غواړئ چې چین وپېژنئ، تر هر څه لومړی دې د دې هېواد په اړه معلومات واورئ. چين د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارو له پلي کولو راهيسې د اقتصاد په برخه کې چټک پرمختګ موندلی او اوس د نړۍ دوهم لوی اقتصاد ګرځېدلی دی، چې همدا د پرمختللو هېوادونو په شمول د ټولو هېوادونو لپاره د زده کړې وړ تجربې دي. د چين پوهاوي په نوم د پاکستان د فورم د شورا مشر او د چين او پاکستان اقتصادي دهليز يا سيپیک د چارو لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي ظفرالدين محمد ويلي، چې چينايي خلکو له پخوا راهیسې بېلابېلې ننګونې او ستونزې د خپلو زيارونو او زحمتونو له لارې لرې کړي، دغه راز چین له نورو هېوادونو سره د ګډ پرمختګ ټينګه اراده لري او په دې برخه کې يې خپلو هڅو ته دوام ورکړی دی. په ياد کنفرانس کې د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون د تګلارو په اړه معلومات بيا وړاندې شوي دي.
د امريکا وفات شوی سياستوال سامويل هنتينګتون تر سړې جکړې وروسته د بېلا بېلو تمدنونو ترمنځ د کشالو د حل ستونزو ته د بيا کتنې پرمهال ”د تمدنونو کشالې “ (The clash of Civilizations) تيوري مطرح کړې وه او پدې باور و، چې له سړې جګړې وروسته نړيوالې کشالې نورې د ايديولوژيو د توپيرونو له کبله نه، بلکې د تمدنونو د توپيرونو له کبله رامنځته کيږي.
رښتيا ده چې د بېلابېلو تمدن لرونکو هېوادونو لپاره متقابل پوهاوی او پېژندنه اسان کار نه دی، خو دغه کار او همدارنګه د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ په تړاو د چين افکار چې د انسانانو له ګډو ارزښتونو سره سمون لري، ډېر مهم دی، ځکه د هېوادونو برخليک يو په بل پورې تړلی او ساتنه يې د هېوادونو متقابل پوهاوی او متقابل درناوی ته اړتيا لري.































