اروپایي ټولنې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو پیل مراسمو کې پر اوربند ټینګار کړی دی. د یادې ټولنې استازي ویلي، د اوربند ټول شرایط بشپړ شوي دي او اوس وخت دی چې ښکېل اړخونه اوربند اعلان کړي. دغې ټولنې زیاته کړې، د سولې پروسه باید د افغانانو له لوري مدیریت او نړیواله ټولنه د افغانستان خپلواکۍ ته درناوی ولري. اروپایي ټولنې دغه راز بین الافغاني مذاکراتو کې د لږکیو، ځپل شویو ډلو او ښځو د حقونو پر تامین هم ټینګار کړی دی او له دواړو لوریو یې غوښتنه کړې ده چې خبرې په پوره حوصلهمندۍ پر مخ بوځي.
































