روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بیلابیلو ولایتونو کې د کرونا وبا ۲۰۸ نمونې څېړل شوې دي چې له ډلې یې یوازې د ۳۵ هغو پایله مثبته وه، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۸ زره او ۲۳۴ ته رسېدلی دی. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې له کرونا وبا د مړینې کوم راپور نه دی ورکړل شوی خو پر یادې ناروغۍ اخته ۸۰ تنه ناروغان بېرته روغ شوي دي. د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه له کرونا وبا د مړه شویو کسانو ټول شمېر یو زر او ۴۲۰ او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۳۱ زره او ۲۳۴ ته پورته شوی دی.
































