د ولسي کانګرس پر نظام د ټينګار او بشپړتيا په نوم د شي جين پينګ کتاب، چې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د ګوندي تاريخ اوسندونو څېړنيز انسټيټيوټ لخوا ایډیټ شوی او د دغه مرکزي کمېټې د سندونو د مطبعې لخوا په چين هېواد کې خپور شوی دی.
یاد کتاب د ولسي کانګرس پر نظام د ټينګار او بشپړتيا په اړه د شي جين پينګ ۳۷ مهمې ليکنې راټولې کړې، په دې جمله کې ځينې ليکنې د لومړي ځل لپاره په علني توګه خپرې شوې دي.































