چین کې د ۲۰۲۴م کال په نومبر کې د مشتريانو د مصرفي بيې شاخص (CPI) د تېر کال د همدې مودې په پرتله صفر اعشاريه ۲سلنه زيات شوی. په دې جمله کې د خوراکي توکو د بيې د زياتوالي اندازه یوه سلنه، د نورو توکو بيې پر خپل حال پاتې دي، د خدمتونو بيې صفر اعشاريه ۴سلنه زياتې شوې. له جنورۍ څخه تر نومبر پورې د CPI منځنۍ اندازه د تېر کال د همدې مودې په پرتله صفر اعشاريه ۳سلنه زياته شوې ده.
































