د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند د ډسمبر په ۸مه نېټه د سوريې د وضعيت په اړه یوې خبري ناستې ته ويلي، چې هېواد يې د سوريې وضعيت ته ډېره پاملرنه کوي او هيله يې ښودلې، چې په سوريه کې ثبات بېرته اعاده شي. د ده په خبره، چيني حکومت له سوريې څخه چيني اتباع منظم ايستلي، په سوريې کې له پاتې چيني اتباعو سره تماس ساتي او امنيتي لارښوونې يې ورته کوي.
ده ویلي: موږ د سوريې له اړوندو خواوو غوښتنه کوو چې په دغه هېواد کې د چيني ارګانونو او پرسونلو امنيت وساتي.
نوموړي ويلي، چې په سوريه کې د چين سفارت تر اوسه عادي کارونه کوي او تر خپلې وسې پورې به له چيني اتباعو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
































