دملي پراختیا شرکت مسوولین وايي، چې د قوش تېپې کانال د دویم فاز چارې ۸۱ سلنه بشپړې شوې او د دغه کانال د بند چارې هم نږدې ۶۷ سلنه پرمخ تللې دي. دغه خبرې دیاد شرکت ویاند د قوش تېپې کانال د یوې ویډیو په خپرولو سره کړې دي. په دې وروستیو کې د ملي پراختیا شرکت ته یو میلیونه دولتي ځمکه هم په واک کې ورکړل شوې ده. د سرچینې د مالوماتو له مخې یاد شرکت به له دې ځمکې څخه په بلخ، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې د کرنیزو او صنعتي کمپلیکسونو په جوړولو کې ګټه واخلي. د ملي پراختیا شرکت د مسوولینو په خبره، د قوش تېپې کانال د دویم فاز د کېندنې چارې د روان کال په لومړیو کې پیل شوې او د یاد کال تر پایه به بشپړې شي.
































