د روغتیا نړیوال سازمان د اکتوبر میاشتې راپور د افغانستان د بېړني روغتیایي وضعیت په اړه خپور کړی دی. پهدې راپور کې ویل شوي، چې په یاده میاشت کې په افغانستان کې تر ۱۳۴ زره زیاتو کسانو په ۱۱۷ روغتیایي مرکزونو او روغتونونو کې، چې د دې سازمان تر ملاتړ لاندې دي، طبي مشورې ترلاسه کړي دي. راپور زیاتوي چې شدید اوبلن نسناستی، د بدن د اوبو کمېدا، د ډینګې تبه، شری او کوویډ-۱۹ د اکتوبر په میاشت کې عامې ناروغۍ وې. د روغتیا نړیوال سازمان دغه راز ویلي، چې د نشهيي توکو د درملنې له ۱۲ مرکزونو سره یې هم په دغه هیواد کې مرسته کړې ده.
































