د فراه ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت د مرکز اړوند په خرمالق کلي کې د اوبو رسولو یوې شبکې په جوړېدو سره ۴۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي. د یاد ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، چې دغه پروژه د یونیسف دفتر په مالي ملاتړ د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت د څلورو میاشتو په موده کې بشپړه شوې ده. دغه شبکه ۴۰ متره مکعبه اوبه ذخیره کوي او د سیمې ۴۰۰ کورنیو ته یې د څښاک اوبه برابرې کړې دي. بلخوا، د خرمالق کلي اوسېدونکو د دې شبکې په جوړېدو خوښي څرګنده کړې او له مسوولو چارواکو یې د ورته نورو پروژو د پلي کېدو غوښتنه یې کړې ده.
































