د ځمکو د صحرا کېدو د مخنيوي په اړه د ملګرو ملتونو د کنوانسيون د لاسليک کوونکو د ۱۶ م کنفرانس يا کوپ ۱۶ (COP16) په چوکاټ کې د زرغونې ټېکنالوژۍ او زرغون راتلونکي تر عنوان لاندې غونډه د ډسمبر په نهمه نېټه ترسره شوه او د ځمکو د صحرا کېدو د مخنيوي په برخه کې د چين د نړيوالې همکارۍ بريالۍ تجربې پکې شريکې شوې.
د ازبکستان د ايکولوژۍ او چاپيريال ساتنې او د اقليمي بدلون مخنيوي وزارت یوه مسئول دغې غونډې ته په وينا کې وويل، چې د کمربند او لارې په چوکاټ کې د چاپيريال ساتنې په برخه کې د ازبکستان او چين ترمنځ همکارۍ ډېرې لاسته راوړنې لري او د طبيعي سرچينو د دواملرونکي پرمختګ د مديريت په اړه د چين غوره تجربې په بریاليتوب په ازبکستان کې عملي شوې دي.
د موريتانيا د دولتي چارو ادارې عمومي مدير احمدعلي دغې غونډې ته په وينا کې وويل، چې د چين نوښګرو پلانونو د موريتانيا د ځمکو د زرغونېدو لپاره مهم رول لوبولي دي.































