د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي په کابل کې د ابکستان له سفیر آیبیک عثمانوف سره په کتنه کې سمنګان ولایت کې د سیمنټو فابریکې پر جوړولو او د هېواد شمال کې د اکتشافي پروژو پلي کولو په موخه د جواز په ترلاسه کول خبرې کړې. د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې په دې کتنه کې د ازبکستان د مصنوعي ډیزلو لپاره د افغانستان سټنډرډ سرتیفیکت په ترلاسه کولو، د سرخان – پلخمري برېښنا مزي پروژې په ژر پلي کولو، د ترمذ نړیوال مرکز په پراختیا او یاد ښار کې د حلال نندارتون په جوړولو خبرې شوې دي. د یاد وزارت په وینا؛ د ازبکستان سفیر عزیزي ته د سفر بلنه هم ورکړې ده.
































