د چين کمونېست ګوند د مرکزي کميټې سياسي بيورو د دسمبر د نهمې نېټې په ماسپيښين د خپل هېواد په تاريخ کې د سرحدونو د حاکميت په اړه اتلسمه ډله ييزه مطالعه تر سره کړه. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي شي جين پينګ د دغې مطالعې د مشرۍ پر مهال پر دې ټينګار وکړ، چې د سرحدي حکومتولۍ د سيسټم او وړتياوو عصري کول د چيني شکله عصري کولو يوه برخه ده. ده وویل: موږ بايد د سرحدي حکومتولۍ په اړه د ګوند د مرکزي کميټې پرېکړې او ترتيبات پلي کړو، د سرحدي حکومتولۍ اړوندې چارې لا بشپړې کړو او د سرحدي سیمو د لوړ کیفیت پراختیا ته وده ورکړو.































