د چين دولت رئيس شي جين پينګ د دسمبر د لسمې نېټې په سهار په بېجينګ کې د خلکو په لوی تالار کې د سترو نړيوالو اقتصادي سازمانونو له مشرانو سره په “۱+۱۰” ناسته کې خبرې اترې وکړې.
شي جين پينګ په دغه ناسته کې ويلي، انسانان يوه ګډه اينده لرونکې ټولنه لري چې بايد د يو بل پرمختګ د ننګونو پر ځای د فرصتونو په توګه وګڼو، له يو بل سره د مخالفينو پر ځای د شريکانو په توګه چلند وکړو او په همدې ځمکه کې ګډ کار وکړو. یووالی، همکاري او د ګډو ګټو پر بنست بريا دې د وخت د اصلي موضوع په توګه وبلل شي. چين غواړي له سترو نړيوالو اقتصادي سازمانونو سره د څو اړخيزتوب د عملي کولو، د نړيوالې همکارۍ د پياوړتيا، د سراسري جنوب د پرمختګ د ملاتړ، د نړۍ د برابر او منظم څو قطبي کېدو، د اقتصاد د ټولشموله نړيوال کېدو او د عادلانه نړۍ د جوړولو لپاره په ګډه کوښښ وکړي.
































