د کور او ښار جوړولو وزارت نن د خصوصي سکټور له لوري د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲،۶ پارسل عملي چارې پيل کړې. دغه برخه په شاوخوا ۱۵۰۰ جريبه ځمکه کې د ۷۰۰ ميليونه ډالرو په پانګونې سره د پلان او نقشې مطابق د طلايي ښارګوټي خصوصي شرکت له لوري جوړېږي. د سرپرست حکومت ادارې مرستیال دغه پروژه د هېواد د ابادۍ په لور یو بل ګام یاد کړ. نوموړي وویل؛ د نوي کابل ښار پروژه به د نفوس په زیاتوالي سره د استوګنیزو کورونو او ځایونو د کمښت ستونزې ته ځواب ووایي. نوی کابل ښار په ۷۴۰ کيلومتره مربع مساحت کې چې د ۳۷۰ زره جريبه ځمکې معادل دی؛ جوړېږي او له اوسني کابل ښار شاوخوا يو نيم برابر لوی دی.
































