د چين حکومت د روان کال د ډسمبر له لومړۍ نېټې څخه د ۳۳ افريقايي هېوادونو په شمول د ټولو هغو لږ پرمختللو هېوادونو پر توليداتو ګمرکي تعرفې معاف کړي، چې ډيپلوماتيکې اړیکې ورسره لري.
چين په نړۍ کې لومړی لوی پرمختيایي هېواد او دویم لوی اقتصادي ځواک دی، چې ياده پاليسي يې غوره کړې ده. نو د چین له لوري د ۳۳ افریقايي او نورو لږ پرمختللو هېوادونو لپاره د ګمرکي تعرفو معافیت یو اغېزناک ګام دی، چې د یادو هېوادونو د اقتصادي ودې لامل به وګرځي، د تولیداتو لپاره به یې نوی مارکېټ پيدا او د صادراتو کچه به یې زیاته شي.
ياد هېوادونه وروسته پاتې او بېوزلۍ پکې جرړې غځولې دي، نو باور دا دی، چې د چين د صفر تعرفې تګلاره به د دغو هېوادونو اقتصاد په خوځښت راوالي او د بېوزلۍ د له منځه وړلو پر چارو به یې ښه اغېز وښندي.
د دغې تګلارې په رڼا کې به چين ته د يادو هېوادونو په صادراتو کې زياتوالی راشي، عواید به یې لوړ شي او د خلکو پر اقتصاد به مستقيمه اغېزه وکړي او د بېوزلۍ د له منځه وړلو چارې به یې ګړندۍ کړي.
د چين دغه تدبیرونه به یاد هېوادونه وهڅوي چې خپل تولیدات پراخ او معياري کړي او دغه چاره به یې د دوی اقتصادي بنسټونه پياوړي کړي او د ځايي تولیداتو د ودې لامل به وګرځي.
د چين دغه تګلاره د نړۍ د اقتصادي پرمختګ لپاره ډېره ګټوره ده او د کمزورو هېوادونو اقتصاد به ورسره وغوړېږي.
د چین دغه تدبيرونه به نه يوازې د لږ پرمختللو هېوادونو پر اقتصادي او ټولنیز پرمختګ مثبته اغېزه وکړي، بلکې د نړۍ د سراسري جنوب هېوادونو ترمنځ سوداګریزې او اقتصادي همکارۍ به هم پراخې کړي او حتی نړيواله سوداګري او د نړۍ د اقتصاد نړيوال کېدنه به هم ګړندۍ کړي. بې له شکه د چين دغه اقدام به د سراسري جنوب هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې پیاوړې کړي او د نړیوال اقتصاد توازن به ورسره وغوړېږي او دغه راز د صادراتو او وارداتو پروسه به هم ورسره اسانه او چټکه شي.
په ټوله کې د چين دغه اقدام د اقتصاد د نړیوال کېدو لپاره یو ښه او مهم ګام دی، ځکه دا به د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې زیاتې کړي.
افغانستان هم په لږ پرمختللو هېوادونو کې شامل دی او د چين له دغو تدبيرونو څخه برخمن شوی او له روانې مياشتې څخه به یې پر ټولو هغو توليداتو ګمرکي تعرفې معاف وي، چې دغه هېواد ته یې صادروي.
د چين ياده تګلاره به د افغانستان لپاره ځانګړي فرصتونه برابر کړي او افغان سوداګر به په ډېرې اسانۍ خپل تولیدات ( وچه مېوه، زعفران، غالۍ …….) چین ته صادر کړي او په دې سره به د افغانستان د صادراتو حجم کې هم زیاتوالی راشي.
د افغانستان د صادراتو زیاتوالی به افغان سوداګرو او کروندګرو ته د عوایدو سرچېنې برابرې کړي، چارې به يې ورسره وغوړېږي او اقتصاد به یې په خوځښت راشي.سربېره پردې د دغو تدبیرونو له کبله به د چین مارکېټ ته د لاسرسي په موخه افغان تولیدات معیاري او د محصولاتو کیفیت لوړ شي.
د چين ياده تګلاره به د افغانستان او چین ترمنځ سوداګریزې اړیکې نورې هم پیاوړې کړي او دواړه هېوادونو ته به اوږدمهالې ګټې ورسوي او د افغانستان په څېر نورو هېوادونو ته به هم د اقتصادي ودې، د صادراتو د زیاتوالي او نړیوال مارکېټ ته د لاسرسي غوره فرصتونه برابر کړي.
































