د چين دولت رئيس شي جين پينګ د ډسمبر په لسمې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې د سترو نړيوالو اقتصادي سازمانونو له مشرانو سره په “۱+۱۰” ناسته کې ګډون او وینا کړې ده.
په دغې ناستې کې د نوي انکشافي بانک، نړیوال بانک، نړیوال وجهي صندوق، سوداګرۍ نړیوال سازمان، د ملګرو ملتونو د سوداګرۍ او پرمختګ کنفرانس، د کارګرو نړیوال سازمان او د اقتصادي همکاريو او پرمختګ سازمان په شمول لسګونو سترو اقتصادي سازمانونو مشرانو ګډون کړی و.
شي جين پينګ له یادو مشرانو سره په خبرو کې د لوړې سویې ورخلاصون د هڅولو په اړه د چین اراده نه بدلېدونکې بللې ده.
د چین صدراعظم لي چیانګ د ډسمبر په ۹مې نېټې د همدغو سترو اقتصادي سازمانونو له مشرانو سره په ليدنې کې ويلي، چې هېواد به یې له بېلا بېلو خواوو سره د نړیوال اقتصاد سالم پرمختګ پرمخبوځي.
د چین د نړیوال سیاست او اقتصادي چارو شنونکي او کارپوهان په دې اند دي، چې د چین (۱+۱۰) ډیالوګ په داسې مناسب وخت کې ترسره شو، چې په نړۍ کې د یو اړخیزم او پروټیکشنیزم څپې پورته شوي او د نړیوال اقتصاد پر وړاندې یو لړ ننګونې او ستونزې موجودې دي او ښايي دغه ډيالوګ د دغو ستونزو پر هواري ښې اغېزې ولري.
چین پر څو اړخیزم نظام ټينګار لري او غواړي له دغو نړیوالو اقتصادي سازمانونو سره نږدې همکارۍ وپالي او د ازادې سوداګرۍ او د نړیوال اقتصاد د نړیوال کېدو بهیر ورسره وساتي.
د چین د نړیوالې سوداګرۍ او اقتصاد پوهنتون د نړیوال اقتصاد د څېړنیزې ادارې مشر سانګ بای چوان وايي، ځینې هېوادونه په یواړخیز ډول نړیوال اقتصادي سازمانونه پرېږدي، د نورو هېوادونو پر صادراتو زیاتې تعرفې لګوي، د سوداګرۍ پروټیکشنیزم یې غوره کړی او د ازادې سوداګرۍ سیسټم یې زیانمن کړی دی.
نوموړي ويلي، چین په همدغسې حال کې له نړیوالو اقتصادي سازمانونو سره همکارۍ پیاوړې کړي، نړۍ ته یې غږ رسولی او نړۍ به هم د چین اقتصادي حالات ښه وپېژني.
د چین د مالیې او پرمختګ ملي انسټیټیوټ مرستيال یانګ تاو په دې اند دی، چې نړیوال اقتصادي او پولي سازمانونه د پروژو د تطبیق لپاره مهم رول لوبولی شي او په خبره يې، د چین او د دغو سازمانونو ترمنځ د تبادلو پیاوړتیا به په راتلونکې کې د نړیوالو پولي چارو د پروژو تطبیق وهڅوي.
چین د نړۍ دوهم لوی اقتصاد دی او په نړیوال اقتصاد کې یې خدمتي اندازه شاوخوا ۳۰ سلنه ده او د ګردې نړۍ د عرضې په ځنځیر کې کلیدي رول لوبوي.
چین باور ښودلی، چې سږ کال به د اقتصادي ودې کلنۍ موخه پوره کوي او د نړیوال اقتصاد د زیاتوالي لپاره به د ماشین په توګه پرله پسې خدمتونه کوي.
د (۱+۱۰) ډيالوګ د ترسره کېدو سره هممهاله د نړیوال اقتصاد د دوامدار پرمختګ په اړه بحثونه هم زیات شوي دي.
د چین د ټولنیزو علومو اکاډمۍ د نړیوال اقتصاد او سیاست څېړنیزې ادارې د نړیوالې حکومتوالۍ څانګې مشره ژن لین په دې اند ده، چې د لویو اقتصادونو ترمنځ د عمومي اقتصاد د تګلارو همغږي به د ځینو پرمختللو اقتصادونو لخوا رامنځته شوې منفي اغېزې کمې کړي او پر وړاندې به یې مقابله وکړای شي.
د پرمختيايي هېوادونو او په تېره بیا د سراسري جنوب د اواز په اورېدو سره به د نړیوالې اقتصادي ودې سرچېنې پيدا شي.































