د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د ډسمبر په ۱۰مه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل، چين د پنځو ذروي وسلې لرونکو هېوادونو ميکانيزم د همغږي کوونکي په توګه د روانې مياشتې په ۴مه نېټه د عربي متحده اماراتو په دوبۍ کې د یادو هېوادونو کارپوهانو راټول کړي او د يوې غونډې مشري يې کړې. د پنځو ذروي وسلې لرونکو هېوادونو«چين، فرانسې، روسيې، بريتانيې او امريکا» استازو په دې غونډه کې ګډون درلود.
وياندې ماو نينګ زياته کړه، چې بېلا بېلو خواوو د ذروي تګلارو په شمول د یو شمېر مسئلو په هکله روښانه تفاهمونه کړي او ټول په دې نظر دي، چې دغه بحثونه پر وخت تر سره شوي او د ښکيلو خواوو د ذروي تګلارو له پوهاوي سره يې مرسته کړې، تر څو له غلطي پيژندنې او سمونې څخه ډډه وشي.
چين هیله لري، چې په دوامداره توګه د همغږي کوونکي په توګه د ذروي چارو په هکله د دغو پنځو هېوادونو تر منځ بحثونه دوام ولري.
































