د چين د پټليو ملي ګروپ په دې وروستيو کې خبر ورکړ، چين د روان کال له جنورۍ نه تر نومبر پورې د پټليو په اړه غير منقوله شتمنيو کې ۷۱۱.۷ مليارډه يوانه پانګونه کړې چې دا شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۱.۱ سلنه زياتوالی ښودلی دی.
د دې تر څنګ د پټليو اړوندو څانګو د پټليو يو شمېر مهمو جوړونکو پروژو ته مثبت پرمختګ ورکړی او د امنيت، کيفيت، چاپېريال ساتلو او پانګونې په شمول کارونو کې يې خپل کنټرول پياوړی کړی دی.
































