د چين دولت رئيس شي جين پينګ د ډسمبر د ۱۰ مې نېټې په سهار په پلازمېنې بېجينګ کې د يو شمېر لویو نړيوالو اقتصادي سازمانونو له مسئولينو سره لیدلي او د نړيوال اقتصاد او د چين اقتصاد د مديريت په اړه يې ورسره خبرې او نظرتبادلې کړې دي.
نوموړي ویلي، هغه کړنې چې د کوچنيو انګړونو او لوړو دېوالونو جوړول او د اقتصادي اړيکو او ځنځير پرې کول پکې نغښتي وي، نورو او هم ځان ته زيانونه رسوي او په خبره یې، ټول هېوادونه دې خپلمنځي اقتصادي اړيکې خطرونه نه، بلکې داسې ګټور فرصتونه وبولي، چې په استفادې ورڅخه خپلې نيمګړتياوې اصلاح او ګډې ګټې ترلاسه کړي.
نوموړي له امريکا سره د اړيکو په اړه هم دريځ څرګند کړی او ويلي يې دي، چې زياتې ګمرکي تعرفې او سوداګريزې او ټېکنالوژيکې جګړې له وخت او د اقتصاد له قانون سره په ټکر کې دي او ګټونکی نه لري.
د يادو نړيوالو سازمانونو مسئولينو له شي جين پينګ سره په خبرو کې چين د نړيوال اقتصادي پرمختګ عمده اينجين او ثابتوونکی او د څواړخيزم پياوړی ساتونکی بللی او هيله يې ښودلې، چې ګډې همکارۍ ورسره نږدې کړي او ازاده سوداګري او اقتصادي نړيوالتوب ورسره په ګډه وساتي.
د شننونکو په اند، چين بهر ته د ورخلاصون او همکاريو روښانه پيغام ورکړی او نړۍ ته يې د نړيوال صنعتي او اکمالاتي ځنځير د ثبات باور ورکړی دی.
صنعتي او اکمالاتي ځنځير، چې د اقتصادي فعاليتونو د سالم روانېدو مهم تضمين بلل کيږي، د بازاري قانون او د تصديو د انتخابونو د ګډو اغېزو په نتيجه کې رامنځته کېږي او پرمختګ مومي. که مونږ دغه ځنځیر له یوې لويې ونې سره مشابه کړو، نو هره برخه يې څانګه بللی شو او د یوې برخې پرېکون به يې د ونې د زخمي کېدو او ان د وچېدو سبب وګرځي.
د يوه چيپ توليد لږ تر لږه د اوو هېوادونو د ۳۷ کمپنيو همکاريو ته اړتيا لري او د توليد جريان يې د څه باندې ۵۰ سکټورونو له زرګونو ډولو کارونو وروسته بشپړيږي. که جريان يې له خنډونو سره مخ شي، نو د توليد چارې به يې بندې، لګښت به يې لوړ او د ټېکنالوژۍ نوښت به يې ورو شي.
اوسمهال نړۍ نوي متزلزل پړاو ته ننوتلې او د نړيوالتوب ضد افکارو څپه پکې پورته شوې ده.
د امريکا په ګډون لوېديځو پرمختللو هېوادونو د خپل انحصار د ساتلو په موخه د خطرونو د لرې کولو په پلمه هڅې کوي، چې له نورو هېوادونو سره اقتصادي اړيکې او ځنځيرونه پرې کړي، چې په دغو کړنو يې نړيوال صنعتي او اکمالاتي ځنځير ته سخت زيانونه رسولي، اقتصادي موثريت يې کم کړی، ګډ پرمختګ يې له خنډونو سره مخ کړی او د اقتصاد د پاشل کېدو خطرونه يې زيات کړي دي. د لوېديځ ياده کړنه د نړيوالې صنعتي او سوداګريزې ټولنې له هيلو سره سمون نه لري.
د ايټاليا او چين د شورا صندوق سرمنشي ماريو بوسيلي ويلي:”مونږ د اړيکو او ځنځير پرېکون نه غواړو، بلکې اړتيا لرو، چې د نړيوالتوب په اړه ښه فکر وکړو، ځکه نږدې اړيکې د ګډو ګټو کيلي ده او تړلی بازار ګټه نه لري. “
د پيسو نړيوال صندوق رئیسې کريسټالينا ګیورګيوا خبرداری ورکړی، چې د اقتصاد پاشل کېدنه به د نړۍ د کورنيو ناخالصو توليداتو په عمومي حجم کې ٪ ۷ کموالی راولي او دغه زيانونه به د فرانسې او جرمني د کورني توليد له عمومي ارزښت سره برابر وي.
چين او امريکا د نړۍ د دوو لویو اقتصادونو په توګه د نړيوال صنعتي او اکمالاتي ځنځير په برخه کې خپلې برترۍ لري. د بېلګې په توګه امريکا د علمي څېړنو او ټېکالوژيکي نوښت په برخه کې ډېر پیاوړی توان او ډېر مستعد کسان لري او چين بيا د نړۍ لومړی هېواد دی، چې د ملګرو ملتونو په معيار د صنايعو پر ډولونو او اړوندو سکټورونو سمبال دی او په دغې برخې کې يې ساری نه لیدل کېږي.
په داسې حال کې، چې د نړيوال اقتصادي پرمختګ کمزوری شوی او یو شمېر نورې ګډې ننګونې هم راپورته شوي، چين او امريکا دې د يو بل پرمختګ ځان ته ننګونه نه، بلکې فرصت وبولي او يو بل ته دې د سيال په سترګه نه، بلکې د همکار په سترګه وویني او د نړيوال صنعتي او اکمالاتي ځنځير د ثبات لپاره دې مسئوليتونه پرغاړه واخلي.
د يادونې وړ ده، چې په بېجينګ کې د چين د اکمالاتي ځنځير په دويم نړيوال نندارتون کې، چې د تېر نومبر له ۲۶ مې تر ۳۰ مې نېټې پورې ترسره شو، د ګډون کوونکو بهرنيو تصديو شمېر د تاريخ نوی ريکارډ جوړ کړی او پکې د امريکايي تصديو شمېر تر نورو هېوادونو زیات و او دا د دې ښکارندويي کوي، چې د نړۍ د ګڼو هېوادونو او په تېره بيا د امريکا تصدۍ له چين سره د ګډو همکاريو پياوړتيا غواړي.
امريکا له تېرو درېيو کلونو راهیسې د چين پر محصولاتو پرله پسې ګمرکي تعرفې لوړې کړي، چې له امله يې د نړيوالې سوداګرۍ لګښت ډېر لوړ شوی دی.
د امريکا د اقتصاد څېړنيز مرکز شمېرې ښيي، چې له ۲۰۱۷م کال څخه تر ۲۰۲۲م کال پورې له چين څخه امريکا ته په وارداتو کې هر ٪ ۱ کموالی له ويتنام څخه امريکا ته د وارداتو په بیه کې د ٪ ۲ لوړوالي او له مکسيکو څخه دغه هېواد ته د وارداتو په بيه کې د ٪ ۰.۶ د لوړېدو سبب شوی دی.
ځينې امريکايي سياستوال هڅې کوي، چې د چيپ په ګډون د خپلو عصري ټېکنالوژيکي توليداتو پر صادراتو د محدودولو له لارې د چين د پرمختګ مخه ونيسي، خو په دغې کړنې موخې ته نشي رسیدلی او برعکس د چين په بازار کې يې د امريکايي تصديو ګټو ته زيانونه رسولي او چين يې اړ کړی، چې د ټېکنالوژۍ د نوښت لپاره هڅې ګړندۍ کړي.
ياد حقیقت د دې ښودنه کوي، چې د اړيکو او ځنځير پرېکون هيڅ ګټې نه لري او د کوچنيو انګړونو او لوړو دېوالونو جوړول يوازې ځان تړنه ده.
چين او امريکا د دوو لویو اقتصادونو په توګه د همکاريو له لارې اقتصادي موثريت لوړولی او ګډې ګټې موندلی شي. د بېلګې په توګه امريکا کولی شي، د چين له مکملو صنعتي سکټورونو څخه ګټې پورته کړي او پدې هېواد کې خپلې سوداګريزې ونډې زياتې کړي.
د امريکا اېپل(Apple) شرکت ۸۰٪ اکمالاتي همکاران په چين کې دي او د امريکا ټېسلا (Tesla) شرکت د چين په شانګهای ښار کې د خپلې خورا لويې فابريکې د جوړولو په هڅه کې دی، چې له همدې فابريکې څخه به خپل توليدات ټولې نړۍ ته برابروي.
شاوخوا یوه میاشت وروسته به د امريکا نوی حکومت لوړه وکړي. نړيواله ټولنه له ډېرو ننګونو سره مخ ده او تمه لري، چې د چين او امريکا اړيکې ثابتې، سالمې او پر له پسې پرمختګ وکړي او دواړه هېوادونه د نړيوال صنعتي او اکمالاتي ځنځير د ساتلو لپاره ګډ کار وکړي، ځکه چين او امريکا د نړيوال صنعتي او اکمالاتي ځنځير دوه کليدي کړۍ دي او پيوست يې د ټولې نړۍ لپاره ګټې لري.
































