د پکتیکا ولایت ځايي مسوولین وایي، چې د یاد ولایت په ۲ ولسوالیو کې د شاوخوا ۵ میلیونه افغانیو په لګښت د بېلا بېلو پروژو چارې پيل شوې دي. د مسوولینو په خبره دغه پروژې د یاد ولایت د تروو او اوړممۍ ولسوالیو کې د اوبو رسولو د ۷ شبکو او ۴ ښوونځيو ته د ودانیو د جوړولو چارې پیل شوې دي. د پکتیکا ځايي چارواکو د یادو ولسوالیو خلکو ته د دې پروژو د پیل مبارکي ترڅنګ ډاډ ورکړی، چې تاسو ته به په خپل وار او د هوا په ګرمېدولو سره سم د پلان په مطابق نوې پروژې پلې کړي. دغه راز د یاد ولایت مرستیال والي بیا د قراردادي شرکتونو وغوښتل، چې د خپل قرارداد په مطابق خپل کارونه په ښه او معیاري توګه ترسره کړي او د ناغېړي په صورت کې به له دوی سره قانوني چلند و شي.
































