د سرپل ولایت ځایي چارواکې وایي، چې په دغه ولایت کې د روان کال په اتو میاشتو کې ۷ کوچني بندونه او د اوبو رسولو ۱۱ شبکې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. د یاد ولایت په الجهاد، سیدآباد، صیاد، سوزمه قلعه، سانچارک او ګوسفندي ولسوالیو کې په تېرو اتو میاشتو کې د ۳۵ میلیونه ۴۱۶ زره ۲۷۷ افغانیو په لګښت ۷ کوچني بندونه جوړ او همدارنګه د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ۵۹ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو ۱۱ شبکې جوړې او ګټې اخسیتنې ته سپارل شوې دي. د اوبو رسولو د یادو شبکو په جوړېدو سره لسګونه زره کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي.
































