په افغانستان کې د امریکا تر شل کلنې جګړې وروسته د لومړي ځل لپاره بین الافغاني خبرې پيل شوې. پرون د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو او افغان حکومت د مخامخ خبرو د پيل مراسم وو، چې د ډېرو هېوادونو استازو پکې په حضوري او انلاین توګه برخه اخیستې وه. ټولو د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ وکړ. د طالبانو، امریکا او افغان حکومت دریځ هم خورا نرم و او دې هر څه سولې ته هیلې ډېرې کړې دي. طالبانو ټینګار وکړ چې دوی په افغانستان کې د اسلامي نظام د راتګ لپاره مبارزه کړې ده، خو ډاکټر عبدالله بیا د جګړې پر پای ته رسولو ټینګار وکړ.
پرون د افغانستان لپاره تاریخي ورځ وه. په دوحه کې د قطر د حکومت په کوربه توب د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې پيل شوې. د پرانیستونکې غونډې مشري د قطر د بهرنیو چارو وزیر کوله او په خپلو خبرو کې یې وویل، هڅه کوي چې په دې ډول مذاکراتو او غونډو په افغانستان کې له لسیزو راهیسې روانه جګړه ختمه کړي. د قطر د بهرنیو چارو تر وزیر وروسته د افغان حکومت په استازیتوب د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې افغان حکومت د سولې لپاره هڅې کړې دي. د ده په خبره، افغان حکومت بریالی شو چې د سولې په اړه د نړیوالو اجماع رامنځ ته کړي، د سیمې هېوادونه په دې پروسه کې همکار کړي او د دې مهمې پروسې له لارې ټول شته خنډونه له منځه یوسي. عبدالله زیاتوي: «موږ نړیواله اجماع پیاوړې کړه، بندیان مو خوشې کړل، د سولې د لارې هر خنډ مو د دې لپاره لرې کړ چې روانه جګړه د خبرو له لارې حل کړل شي.»
عبدالله عبدالله په خپلو خبرو کې د اساسي قانون، تېرو لاس ته راوړنو د ساتلو او دغه راز د جمهوریت ساتل هم د خبرو مهم ټکي وبلل او په خبره یې، روان مذاکرات باید په لومړي سر کې او تر هر څه وړاندې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کموالي سبب شي.
تر عبدالله عبدالله وروسته د طالبانو په استازیتوب د مولوي هیبت الله سیاسي مرستیال مولوي عبدالغني برادر خپله وینا واوروله او ټینګار یې وکړ چې دوی په افغانستان کې د یوه قوي اسلامي نظام د رامنځ ته کولو لپاره مبارزه کړې ده. هغه وايي، هدف یې دا دی چې په دغه هېواد کې یو اسلامي نظام جوړ شي او د بهرنیانو مداخلې ختمې کړل شي. هغه یو ځل بیا له امریکا د سولې پر هوکړه د عمل او وفا غوښتنه وکړه. د ملا برادر په خبره، طالبانو له خپل لوري د سولې پر هوکړه عمل کړی دی او له امریکا هم دا تمه لري چې پر دې هوکړه عمل وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم څلورم کس و چې په دې غونډه کې یې وینا وکړه. هغه وویل، په افغانستان کې د خپل هېواد نظام نه تحمیلوي او افغانان کولی شي په خپلو کې د یوه قوي نظام پر جوړولو سره سلا شي. د ده په خبره، امریکا د سولې له پروسې ملاتړ کوي او د دې هیله لري چې د سولې لپاره روان رامنځ ته شوی فرصت ضایع نه کړل شي او ټول ښکېل اړخونه د سولې لپاره خپلو هڅو ته ادامه ورکړي.
د دې تر څنګ د ډېرو هېوادونو استازو هم په انلاین او حضوري توګه د سولې په دې پرانیستونکې غونډه کې برخه اخیستې وه. ترکیه، ترکمنستان، ازبکستان، هند، پاکستان، اندونیزیا، چین، د اسلامي همکاریو سازمان، د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان، د ناټو سازمان او نور د دې غونډې برخه وال وو.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي وویل چې دوی په افغانستان کې د سولې غوښتونکي دي او د پیل شوو مذاکراتو هرکلی یې کړی دی؛ خو ټینګار یې کړی چې تر هر څه وړاندې باید پر اوربند خبرې وشي او بشردوستانه اوربند دې تامین شي. ترکیې هم ټینګار وکړ چې تر هر څه وړاندې باید تاوتریخوالی کم شي؛ ځکه جګړه او سوله په یوه وخت کې نه کېږي. د ناټو عمومي منشي هم د پیل شوو خبرو هرکلی وکړ، خو ټینګار یې وکړ چې باید تاوتریخوالی کم شي او خبرې د جګړو د پای ته رسېدو سبب شي. چین، هند، پاکستان او نورو هېوادونو هم د سولې له بهیر ملاتړ وکړ او ټینګار یې وکړ چې په افغانستان کې د سولې او ثبات له راتګ سره پوره همکار دي.
































