د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د چین استازي فو کونګ ویلي، افغانستان کې امنیتي او اقتصادي وضعیت ښه شوی او سیمه ییزې همکارۍ هم پراخې شوې دي خو په خبره یې بشري، پراختیایي او ځینې نور مسایل نا حل پاتې دي. د چین استازي ویلي، نړۍواله ټولنه باید د افغانستان پرمختګ لپاره په مالي، تخنیکي او وړتیا لوړولو په برخو کې له دغه هېواد ملاتړ زیات کړي. د هغه په خبره، د افغانستان بانکي سیسټم د بندیزونو له امله له نړۍوال مالي سیسټم څخه په انزوا کې پاتې چې د دغه هېواد د پرمختګ مخه یې نیولې ده.
































