د لوګر سیمه ییز چارواکي وایي چې د سرپرست حکومت مشرتابه د هدایت له مخې د ازرې سرحدي ولسوالۍ د ولسونو ستونزو ته د رسېدنې لپاره د ولایت مرستیال په مشرۍ یوه ځانګړې کمېټه ټاکل شوې. د دغه ولایت مرستیال والي محمدانور دین پرور جوړې شوې غونډې ته وویل، دغه کمېټه کې د ولایت مقام په ګډون د لسو مهمو ریاستونو استازي غړیتوب لري او موخه یې د ازرې ولسوالۍ ولسونو بېلابېلو ستونزو ته رسېدنه ده. نوموړي وویل، دغه کمېټه به د ازرې ولسوالۍ له ولسونو سره له نږدې ګوري او د دوی هر اړخیزې، د پوهنې، کرنې، روغتیا، بیارغونې او وزګارتیا ستونزې راټولوي او د حل لپاره به یې لارې چارې لټوي. دینپرور د دازرې ولسوالي له قومي مشرانو وغوښتل چې د خپلې ولسوالي ټولې ستونزې له یادې کمېټې مسوولانو سره شریکې کړي.
































