د چين دولت رئيس شي جين پينګ د دسمبر په ۱۱مه نېټه د امريکې او چين د سوداګرۍ دولتي کمېټې سږنۍ مېلمستيا ته د مبارکۍ پيغام ولۍږه. د امريکې د بېلابېلو ټولنو شنونکو په اند د شي جين پينګ د مبارکۍ پيغام کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږد مهاله ګډ سوله یيز ژوند او د ډيالوګ او همکارۍ د پياوړتيا لپاره صادقانه هيلې څرګندې شوې. د امريکې او چين د اړيکو ثابتوالی او پرمختګ د دواړو هېوادونو د خلکو له ګټو سره تړاو لري، د انسانانو پر راتلونکی او برخليک اغېز لري. يوازې دواړه خواوې په همدې لوري پرمختګ کولای شي چې يو له بل سره مرسته کولی شي او د همکاريو ګټې لرلی شي.
د چين او امريکې همکارۍ د نړۍ پر سوله یيز پرمختګ ژوره اغېزه لري
شي جين پينګ د مبارکۍ په پيغام کې په اشارې سره ويلي، چې د چين او امريکې اړيکې په نړۍ کې له تر ټولو مهمو اړيکو څخه دي. که دواړه هېوادونه اغېزناکې همکارۍ وکړي، نو دواړو ته به ګټې ورسوي. که يو له بل سره مقابله وکړي، دواړو ته به زيان ورسوي. نو دواړه خواوې بايد ډيالوګ غوره کړي، خو مقابله نه، د ګډو ګټو پر بنسټ همکارۍ وکړي، خو د صفر جمع لوبه نه.
د هارورډ پوهنتون(Harvard University) د فې جنګ چينګ په نامه د چين د څېړنې مرکز کارپوه ميټچيل پريسنيک د شي جين پينګ له څرګندونې سره موافقه وکړه. هغه پخوا په چين کې د زده کړې او تجربې مخینه لري، ويې ويل، چې اوسمهال د امريکې او چين اړيکې له ننګونو سره مخ دي، خو لا هم په نړۍ کې تر ټولو کليدي دوه اړخيزې اړيکې ګڼل کېږي. دواړه هېوادونه دا پېژندلې، چې د همکاريو ساتل واقعي او ضروري دی.
نوموړي وويل، د شي جين پينګ د مبارکۍ په پيغام کې د «چين» او «اړيکو» پر اهميت ټينګار شوی او دا يې ويلي، چې د دواړو هېوادونو همکارۍ نه يوازې د دواړو هېوادونو د خلکو له ګټو سره سمون لري، بلکې د نړۍ پر سولې او پرمختګ ژوره اغېزه لري. زه له دې نظريې سره موافق يم او ترې ملاتړ کوم.
د امريکې د وريګون ايالت د چيني چارو شورا رئيس لان جين وويل، چې د شي جين پينګ هغه نظريې ډېرې مهمې دي. موږ باور لرو، چې امريکا او چين د ډيالوګ او همکارۍ له لارې په ګډه له نړيوالو ننګونو سره مقابله کولی شي، څو ګډې ګټې تر لاسه کړي.
د امريکې د يووا ايالت د مشرانو جرګې غړي، د ډيموکرات ګوند غړي ګريګ کوساک وويل، د امريکې اوسنی او راتلونکی حکومتونه بايد مناسب تدبیرونه ونیسي او له چين سره خبرې اترې پياوړې کړي، که نه، هره همکارۍ به ستونزمنه وي.
د چين او امريکې تر منځ فعال اقتصادي او تجارتي تګ راتګ به د دواړو هېوادونو خلکو ته ګټې ورسوي
د چين دولت رئيس شي جين پينګ د مبارکۍ په پيغام کې پر دې ټينګار کړی، چې د چين او امريکې تر منځ اقتصادي او تجارتي اړيکې د دواړو هېوادونو په اړيکو کې مهمه برخه ده. د دواړو هېوادونو ګټې يو ځايښت دی او د همکاريو راتلونکی پراخ دی. دواړه خواوې بايد د مساواتو پر بنسټ د ولاړو مشورو له لارې توپیرونه کنټرول کړي، يو د بل د اړتياوو په پوره کولو سره همکارۍ وکړي، څو ګډې ګټې تر لاسه کړي.
د امريکې د کارټر فکري مرکز د چيني پروژو منشي ليو يا وې وويل، چې د شي جين پينګ د مبارکۍ پيغام د امريکې حکومت او تصديو ته څرګند معلومات خپاره کړي، چې چين د دواړو هېوادونو تر منځ د صفر جمع کولو حالت نه غواړي او هيله لري، چې دواړه هېوادونه د توپيرونو په پرېښودلو سره د ګډ پرمختګ لار ولټوي. هغه زياته کړه، چې چين د امريکې پر وړاندې هميشنۍ تګلاره غوره کوي، چې ورسره ښه اقتصادي او تجارتي همکارۍ وکړي. دا نه يوازې د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو ثبات او د دواړو هېوادونو د خلکو لپاره ګټور دی، بلکې د نړۍ د سولې او سمسورتيا لپاره مهم رول لري.
د امریکې ولسمشر جوبایډن هم په همدې ورځ د یادې کمېټې سږنۍ مېلمستیا ته د مبارکۍ پيغام ولېږه.
د امريکې او چين د سوداګرۍ دولتي کمېټې پخواني غړي روبيرټ کاپ وويل، د امريکې او چين مشرانو په جلا جلا توګه د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ دولتي کمېټې سږنۍ مېلمستيا ته د مبارکۍ پيغامونه لېږلي، ترې ښکاري چې دواړه هېوادونه د خپلمنځي اقتصادي او تجارتي اړيکو د دوام پرمختګ اهميت پېژندلی دی. هغه هيله وښودله، چې دواړه خواوې د دواړو مشرانو د پيغامونو عملي کولو لپاره واقعي کارونه تر سره کړي، اوسنۍ ستونزې او ننګونې حل کړي، ګام په ګام د دواړو هېوادونو تر منځ اقتصادي او تجارتي اړيکې ثابت پرمختګ وکړي.
د چين پرمختګ بېلابېلو هېوادونو ته فرصتونه رسوي
شي جين پينګ د مبارکۍ په پيغام کې ليکلي، چې چين تل د ورخلاصون پر بنسټيزې تګلارې ټينګار کوي، چې د امريکايي تصديو په شمول د بېلا بېلو هېوادونو تصديو ته به د بازاري، قانوني او نړيوال کېدو سوداګريز چاپېريال برابر کړي، په پر له پسې ډول د سوداګرۍ او پانګونو د ازادې او اسانتياوې کېدو هڅونه وکړي، څو د چيني شکله عصري کېدو له لارې نړۍ ته نوي فرصتونه برابر کړي.































