د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د چین، قزاقستان او یوناما دفتر د مشرې په ګډون یو شمېر هېوادونو له افغانستان سره پر خپلو مرستو ټينګار کړی دی. په دې کتنه کې روزا اوتونبایوا په افغانستان کې له اړمنو سره پر بشري مرستو ټینګار کړی. له دې سر هممهاله په دې غونډه کې د چین ځانګړي استازي ویلي، چې بشري مرستې د ټولو افغانانو په حیاطي ګټو پورې اړه لري او باید د سیاسي فشار د وسیلې په توګه ونه کارول شي. د چین ځانګړی استازی له متحده ایالتونو غواړي، چې له کوم قید او شرط پرته له هېواده بهر د افغانانو ټولې شتمنۍ ازادې کړي. د امنیت شورا په غونډه کې د قزاقستان ځانګړي استازي هم ویلي، چې دغه هېواد د افغانستان د یو سوداګریز شریک په توګه خپلو اقتصادي همکاریو ته دوام ورکوي.
































