د نورستان په نورګرام ولسوالۍ کې د ۲۸ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه روغتیایي مرکز د جوړولو چارې پیل شوې دي. د نورستان سرپرست والي ویلي، چې د دغه ولایت د نورګرام ولسوالۍ اړوند په ګلچه خېلو سیمه کې د یونېسیار موسسې په مالي ملاتړ د ۲۸ میلیونه افغانیو په لګښت د B.H.C روغتیایي مرکز د جوړولو چارې پیل شوې دي. نوموړي زیاته کړې، چې یاد روغتیایي مرکز د یوه احاطوي دېوال، ۸ خونو او نورو اړینو لوازمو په درلودلو سره په یو نیم جریب ځمکه کې جوړېږي، چې چارې به یې د یوه کال په موده کې بشپړې شي.
































