د چارو ادارې د خبر پاڼې له مخې، د سرپرست حکومت د مشرتابه د حکم او د همدې ادارې د رییس په مشرۍ پرون د یو شمېر وزارتونو، ریاستونو، علماوو شوراګانو او استازو په ګډون هېواد کې د بدو رواجونو مخنیوي په موخه غونډه شوې. غونډه کې د بدو رواجونو د مخنیوي په موخه کړنلاره ترتیب او تصویب شوې چې تر منظورۍ وروسته به د هېواد په کچه ګټور اقدام وي. د سرچېنې په خبره، غونډه کې هغه بد رواجونه تثبیت شول چې په افغاني ټولنه کې دود دي، له شریعت سره په ټکر کې دي او له کلونو راهیسې د افغانستان په زیاتو سیمو کې یې خلک له اقتصادي، اخلاقي او ټولنیزو عواقبو څخه کړیږي. د یادونې وړ ده، چې دا پرېکړه داسې مهال ترسره کیږي چې دمګړۍ په افغاني ټولنه کې ملا ماتوونکو رواجونو ځوان قشر له ګڼو ستونزو سره مخ کړی دی.
































