د چين او ايټاليا ترمنځ د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريو د ټينګېدو د شلمې کليزې په مناسبت د چين مېډيا ګروپ د ايټاليا له ولسمشر سيرګيو ماتاريلا سره ځانګړې مرکه وکړه.

ماتاريلا په دې مرکه کې ويلي، هغه په خپل سفر کې د چين د لا پرمختګ، پرمختللې ټېکنالوژۍ او انکشافي راتلونکې له نژدې احساسوي. ايټاليا او چين د زرګونه کلن عالي تمدن لري، دواړه کلتوري تبادلې ته خورا ارزښت ورکوي، د بازار له پرانيستو ملاتړ او د سوداګرۍ محافظت سره مخالفت کوي.
هغه وويل، نړۍ د ژورو او چټکو بدلونونو په حال کې ده، چې د هماهنګۍ او ګډو خبرو اترو فضا ته اړتیا لري. هغه د چين دولت رئيس شي جين پينګ لخوا وړاندی شوی د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د مفکورې ستاينه وکړه او ويې ويل، نړۍ پخپله له پېچلتيا څخه ډکه ده، د بېلا بېلو ستونزو حلول همکارۍ ته اړتيا لري، خنډونه دې د خبرو اترو او سلا مشورو له لارې له منځه يووړل شي.































